د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۱:۴۷
145

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې ریاست په دې وروستیو کې د ښوونځیو او مدارسو له سلګونو زده کوونکو څخه د «ساینس ستوري» د پېژندنې په موخه آزموینه واخیسته، چې په پایله کې د دوستي لېسې زده کوونکی صدرالدین په دې وتوانېد، د غوره نمرو په ترلاسه کولو سره د «ساینس ستوري» لقب خپل کړي.

لغمان

د لغمان ولایت د شمنګل کلي قومي مخورو د یاد ولایت له پوهنې رئیس سره په لیدنه کې د پوهنې ریاست له مشرتابه وغوښتل، تر څو د دوی د سیمې اړوند د ښوونځي ودانۍ ترمیم کړي.
د لغمان پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد قومي مخورو ته ښه راغلاست ووایه او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.

ننګرهار
د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ اړوند د کان لېسې آمر د یادې لېسې له ۴۵ تنو یتیمو او بې وزلو زده کوونکو سره د یو- یو جوړه بوټونو مرسته وکړه او له نورو شتمنو هېوادوالو یې وغوښتل، تر څو له بې وزلو او یتیمانو زده کوونکو سره دغه ډول مرستو ته دوام ورکړي.

په یو بل خبر کې:
د ننګرهار پوهنې ریاست د ځوانانو د پټو استعدادونو د ودې او د یاد ولایت په کچه د "ساینس ستوري" د مشخصولو په موخه، د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو له زده کوونکو څخه آزموینه واخیسته. 
په پام ده، چې د یادې آزموینې ممتاز زده کوونکي تر پېژندلو وروسته، په ستاینلیکونو او ډالیو وویاړل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۴:۲
Background image

د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د ديني مدارسو د زده کوونکو فراغت غونډې تر سره شوې

په ارزګان ولایت کې د سعادة العمریة او الفرقانیة له دارالعلومونو، کندهار ولایت کې د خالد بن ولید (رضي الله عنه) له مدرسې او په خوست ولایت کې له جامعة مدینة مدرسې څخه لسګونه حافظان او ط. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۳:۳۴
Background image

د ځينو ولایتونو له پوهنې ډګره د خبرونو لنډيز

نیمروز، ارزګان او لوګر:

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست پلاوی نیمروز، ارزګان او لوګر ولایتونو ته په رسمي سفر تللی او د یادو ولایتونو د پوهنې له رئیسانو او مشرانو سره یې د لیدنې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۳:۲۹
Background image

په جوزجان ولايت کې یو باب ښوونځی پرانیستل شو

د جوزجان ولایت خواجه دوکوه ولسوالۍ اړوند په چوغان کلي کې، یو باب لومړنی ښوونځی د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې رئیس، علماوو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په ګډون پرانیستل شو.

د یاد. . .

BACK TO NEWS