په فارياب ولايت کې د درې بابه ښوونځيو لپاره بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Mon, Jul 15 2024 10:36 AM
سیبل

په فاریاب ولایت کې د یو لړ ځانګړو مراسمو پر مهال د درې بابه ښوونځیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه:

۱- د یاد ولایت دولت آباد ولسوالۍ اړوند په جوقای کلي کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره له ټولو ملحقاتو سره د ۱۶،۷ میلیونه افغانیو په ارزښت کېښودل شوه.

۲- د سبزپوش ولسوالۍ په اړوندو کې د دویم ښوونځي د ودانۍ له ټولو ملحقاتو سره د بنسټ ډبره د ۱۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت سره کېښودل شوه.

۳- د سبزپوش ولسوالۍ د پوسته قلعه ښوونځي لپاره د بنسټ ډبره له ټولو ملحقاتو سره د ۱۶.۴ میلیونه افغانیو په لګښت سره کېښودل شوه.

د یادو ښوونځیو ټولیز لګښت ۴۶ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د پوهنې د يو ملاتړ بنسټ له خوا ورکول کېږي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې په رئیس مولوي محمد طاهر جواد سربېره، د فاریاب ولایت د سیمه ییزو ادارو یو شمېر مسئولینو او علماوو هم حضور درلود.

د یاد ولايت پوهنې رئيس د خبرو پرمهال په ټول هېواد کې د ماشومانو لپاره د پوهنې وزارت د متوازنو ښوونيزو او روزنيزو خدمتونو وړاندې کولو ته په اشارې سره له خلکو وغوښتل، تر څو د پوهنې وزارت له پلانونو څخه مادي او معنوي ملاتړ وکړي.

همدارنګه نوموړي د پوهنې له مسئولینو او زده کوونکو څخه وغوښتل، چې د ښوونځیو ترمیم او تجهیزاتو ته پاملرنه وکړي.

له بلې خوا د يادو سيمو اوسېدونکو د هېواد د پوهنیز نظام د پراختيا او پرمختګ په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه هڅې وستايلې او په دې برخه کې يې د پوهنې رياست له پلانونو او پروګرامونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS