حمدابا ولسوالۍ کې د ګرګي خيلو کلي ښوونځي ته ودانۍ جوړیږي

د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت احمدابا ولسوالۍ د ګرګي خيلو کلي ښوونځي د ودانۍ دبنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي لخوا په داسي حال کې چې د ولايتي شورا غړي سخي جان وفايار , د ښار جوړولو او ځمکو رياست استازي انجنير عبدالحميد ذکي , د پوهني رياست او يو شمير نورو ادارو استازو او ځايي قومي مشرانو ګډون درلود کیښودل شول.
دغه یو پوړیزه ودانۍ په پا خه او اساسي ډول د یو کال په موده کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لخوا د ۱۶ ميلیونو افغانيو په لګښت په پاخه ډول جوړیږي، چې ۴ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، يو کمپيوټر لېب, پنځه بابه تشنابونه, د ساتونکي خونه, د اوبو ذخيره, يوه حلقه څاه او سولري بريښنايي سيستم او نور اړین ملحقات به ولري .
د احمدابا ولسوال او د ولایتي شورا استازي د يادې ودانۍ د جوړيدو د چارو د پیل په پار د سیمې اوسېدونکو او د ياد ښوونځي زده کوونکو ته مبارکي وويله او زياته یې کړه چې د دغې ودانۍ په جوړيدو سره به د ښوونځي ګڼ شمېر ستونزې هوارې شي.