په ننګرهارکې د ۳۰ خصوصي ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د کرکټ لس ورځنی ټورنمنټ پيل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳ - ۱۱:۵۰
په ننګرهارکې د ۳۰ خصوصي ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د کرکټ لس ورځنی ټورنمنټ پيل شو

د پوهنی وزارت _ننگرهار: ياد ټورنمنټ د ننگرهار د پوهنی ریاست په نوښت د جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ د کرکټ په لوبغالي کې پيل شول چې موخه يې د ژمي له لس ورځنيو رخصتيو سالمه ګټه اخېستل او زده کوونکو ته د تفريح زمينه برابرول دي.
په ختيځ کې د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې مشر رييس الحق ناصري وويل، دا ټورنمټ به لس ورځې دوام وکړي چې يوه موخه يې د ژمي له لس ورځنيو رخصتيو څخه سمه ګټه اخېستل، زده کوونکو ته د تفريح زمينه برابرول او د ننګرهار په کچه د خصوصي ښوونځيو د يوې منتخبې لوبډلې لپاره د لوبغاړو پيدا کول دي.
هغه زياته کړه: ((دا لوبې به لس اوريزې وي، د سولې پيغام به ولري، د ښوونځيو ترمنځ به د يووالي رامنځته کېدو سبب وګرځي.))
په همدې حال کې د ننګرهار د والي مرستيال تميم عارف مومند وويل، کرکټ د يووالي لوبه ده او هيله يې څرګنده کړه چې دا لوبه هم لکه ملي ټيم چې د افغانانو د يووالي سبب شوی، دا لوبې د لېسو د زده کوونکو ترمنځ يووالی رامنځته کړي.
هغه دغه راز د خصوصي ښوونځيو له ادارو غوښتنه وکړه چې د فوځ د شهيدو سرتيرو اولادونو ته په خپلو ښوونځيو کې د وړيا زده کړو زمينه برابره کړي دپوهنې ریاست د انسجام او همغږۍ امر هجرت الله بهیر په خپلو خبرو کې وویل پوهنې ریاست د زده کوونکو دذهنې او فزیکې وړتیا لوړونې په موخه ځينې نوښتونه تر لاس لامدې نیولي چې دکرکټ دا سیالي یې ښه بېلګه ده نوموړي وویل دا سیالي به ددولتي او خصوصي ښوونځيو زده کوونکو تر منځ مثبتې سیالۍ ته لار هواره کړي
د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی کريم خان صادق چې د دغه ټورنمنټ پيليزو مراسمو ته ورغلی و، دا ډول سيالۍ يې د ځوانو لوبغاړو د مخته راتګ لپاره يې ګټورې يادې کړې او له حکومت يې هيله څرګنده کړه چې ځوانانو ته د ورزش لپاره لوبغالي جوړ او نورې زمينې برابرې کړي.
د شفيع الله عزيزي په نوم د يوې خصوصي لېسې زده کوونکي او د کرکټ د دغه ټورنمنټ يو ګډونوال وايي، دا لوبه به وکولی شي چې دوی ته په راتلونکي کې د لا ښو پرمختګونو زمينه برابره کړي.
همدارنگه د پوهنې ریاست د تعلیمي نظارت د انسجام او همغږۍ امر هجرت الله بهیر وویل
چې سپورټ د ماشومانو په ذهني او جسماني پیاوړتیا مستقیما اغیزې لري او پوهنې ریاست تل کوښښ کوې چې په ښوونځیو کې زده کوونکو ته د سپورت اسانتیاوې برابرې کړي.
د دغو سياليو سمبالونکی او د پوهنې ریاست دسپورت امر ‌‌‌‌‌‌ډاکتر منیرالدین خالد وايي، په تعليمي نصاب کې د وزارت له لورې د سپورټ لپاره ځانګړی مضمون ځای پر ځای شوی او د پوهنې ریاست په هلوځلو بېلابېلو ښوونځیو کې د سپورت او بدني روزنې وسایل او چاپیریال برابر شوی، ترڅو زده کوونکي عملي کارونه ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۳۴
Background image

برگزاری سيمنار آموزشی برای ۵۷ تن مسئولان مکاتب در ولایت دایکندی

سيمینار یک روزه تحت عنوان «رهنمود اجراآت ارزیابی، پلان‌گذاری و گزارش نویسی» برای ۵۷ تن کارمندان اعضای علمی، آمرین و مدیران اداری مکاتب ولسوالی کجران ولایت دایکندی، با حضور مسئولین معارف. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۳۴
Background image

ترمیم یک باب مکتب در ولایت سرپل

یک باب مکتب در یکی از مناطق دوردست ولسوالی البدر ولایت سرپل با هزینه ۹۵۲ هزار و ۸۲ افغانی از سوی وزارت معارف ترمیم و بازسازی گردید.
این مکتب که پیش از این به‌دلیل فرسودگی ساختمان، کمبود. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۳۴
Background image

وقف زمین برای اعمار یک باب مکتب در ولایت نورستان

باشندگان معارف‌دوست قریه باندول ولسوالی مندول ولایت نورستان، به هدف رشد و تقویت تعلیم، از دارایی های شخصی شان بیش از ۱.۳ میلیون افغانی را به معارف آن ولایت پرداخت کرده و یک جریب زمین را. . .

بازگشت به اخبار