د پوهنې وزارت سرپرست د کابل ښار د ج/هادي مدرسې اړوند د ط/البانو او فاضلانو له آزموینې بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۱:۱۲
12

د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ګډې کمېټې د یوې ځانګړې کړنلارې له مخې، نن هم د ټول هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د خصوصي مدارسو د ط/البانو او فاضلانو د خامسه، عالمیه او عالیه درجو د آزموينو لړۍ دوام درلود.

په همدې اساس د یادو آزموینو د څارنې په موخه، نن سهار د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا د یو شمېر مسئولینو په ملتيا د کابل ښار د ج/هادي مدرسې د ط/البانو او فاضلانو د خامسه، عالیه او عالمیه درجو له آزموینې بهیر څخه لیدنه وکړه.

د پوهنې وزارت سرپرست د هېواد په کچه د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو د ګډې کمېټې له لوري د یادو آزموینو له منظم بهیرڅخه خوښي څرګنده کړه.

دغه راز نوموړي له مسئولينو وغوښتل، ترڅو د آزموينې د اخيستلو او د ط/البانو د علمي سویو د څېړلو په برخه کې د پوهنې وزارت اصول په پام کې ونیسي.

د مسئولینو په وينا، د پوهنې او لوړو زده كړو وزارتونو له لوري به هغو ط/البانو ته چې په ياده آزموينه كې معياري نمرې ترلاسه كړي، د فراغت تعلیمي او تحصیلي سندونه وركړل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

فشرده چند خبر از معارف ولایات

- میدان‌وردگ:
مساعدت ۲۷۶۸۰ افغانی با مدرسه دینی ضیاء‌المدارس از مربوطات ولسوالی دایمیرداد (جلگه) ولایت میدان‌وردگ از سوی مردم محل صورت گرفته است.

- لغمان:
از ۸۹ تن واجدین شرایط ۱۳ بست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۱
Background image

افتتاح ۴ پروژه تعلیمی به ارزش ۱۱.۵ میلیون افغانی از سوی سرپرست وزارت معارف در ولایت لغمان

الحاج مولوی حبیب‌الله آغا سرپرست وزارت معارف کشور، طی یک سفر رسمی به ولایت لغمان چهار پروژه تعلیمی را که به هزینه ۱۱.۵ میلیون افغانی از مساعدت های مردمی اعمار گردیده است، افتتاح و به. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۷
Background image

مساعدت میز، چوکی و قرطاسیه با مکاتب ولایت کندهار

مساعدت ۵۶۰ پایه میز و چوکی و ۲۹ قلم قرطاسیه از سوی یک نهاد حامی معارف با ۱۳ باب مکاتب در مرکز و ولسوالی های ولایت کندهار صورت گرفته است.

به گفته مسئولین معارف آن ولایت، قرار است این. . .

بازگشت به اخبار