د هلمند ولایت د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار پیل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۴۵
سشز

د هلمند ولایت د پوهنې ریاست د ښوونکو مسلکي پراختیا ټیم له خوا، د یاد ولایت د ښوونکو مسلکي پراختیا د ۱۲ تنو علمي غړو لپاره د وړتیا لوړولو ۸ ورځنی سیمینار پیل شو.

یاد سیمینار چې د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ تنظیم شوی، پورته ذکر شويو علمي غړو ته روزنه ورکوي؛ ترڅو په اداري او تدریسي برخو کې خپل مسلکي مهارتونه لوړ او وکولی شي د تدریس له نويو او معیاري مېتودونو سره بلد او په خپلو کاري ساحو کې ترې ګټه پورته کړي.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض انصاري ګډون‌والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دغه سیمینار منځپانګه اغېزمنه وبلله او ویې ویل: "تاسو کولی شئ د تدریس د نویو مېتودونو په کارولو سره تعلیمي پروګرامونه لاپسې ښه کړئ او د زده‌کوونکو د پوهې کیفیت لوړ کړئ."

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۵
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ د سرخ قلعه په سیمه کې، د ۱.۵ جریب وقف شوې ځمکې پر سر د یوې دیني مدرسې بنسټ ډبره، د سیمه‌ییزو مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د خلکو په حضور کې کېښودل شوه.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د غور ولایت دولتیار ولسوالۍ اړوند د «سیاه‌خارک خربید لومړني ښوونځي» د ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې ریاست مسوولینو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

د سرپل ولایت په البدر ولسوالۍ کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې جوړولو کارونه پیل شول

د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ اړوند دمگاه کلي کې د حضرت بلال «رضي‌الله‌عنه» په نوم د یوې دیني مدرسې جوړولو چارې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده مدرسه چې د سیمه‌ییزو خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS