د سرپل ولایت په البدر ولسوالۍ کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې جوړولو کارونه پیل شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۳۶
6565

د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ اړوند دمگاه کلي کې د حضرت بلال «رضي‌الله‌عنه» په نوم د یوې دیني مدرسې جوړولو چارې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده مدرسه چې د سیمه‌ییزو خلکو په مالي ملاتړ جوړیږي، د ۵ درسي خونو ترڅنګ نورې اړینې اسانتیاوې هم لري، چې د بشپړېدو وروسته به د دیني زده‌کړو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې یو ښوونځی ترميم شو

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند سقاؤه لومړني ښوونځي د ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې وې، د ۵۶ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
یاد ښوونځی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د علمي څېړنو او تدارکاتو نوي رئیسان رسماً معرفي شول

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ياد وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس او د علمي څېړنو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

BACK TO NEWS