د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۲
654564

د غور ولایت دولتیار ولسوالۍ اړوند د «سیاه‌خارک خربید لومړني ښوونځي» د ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې ریاست مسوولینو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، دغه ودانۍ به شپږ درسي خونې ولري او د ۱۵۰ زره افغانیو څخه په زیات لګښت د ښوونځي د شورا غړو او د سیمې د علم‌دوستو خلکو په همکارۍ جوړیږي.
پوهنې وزارت د غور ولایت د علم‌پروره خلکو له دغه نېک اقدام څخه ستاینه کوي او دا ډول هڅې د ښوونې او روزنې لاښه والي لپاره مهمې ګڼي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې یو ښوونځی ترميم شو

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند سقاؤه لومړني ښوونځي د ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې وې، د ۵۶ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
یاد ښوونځی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د علمي څېړنو او تدارکاتو نوي رئیسان رسماً معرفي شول

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ياد وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس او د علمي څېړنو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

BACK TO NEWS