د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو محترم معین د کابل عربي دارالعلوم د طالب‌العلمانو له آزموینې بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۳۳
45

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو محترم معین الحاج مولوي کرامت الله «آخندزاده» د یاد وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم الحاج مولوي شهاب الدین «ثاقب» په ملتیا، د کابل عربي دارالعلوم د طلابو له څلور نیم میاشتنیو آزموینو څخه لیدنه وکړه.

دا اغېزمن حضور نه یوازې د آزموینو د روڼتیا او نظم د څارنې لپاره و، بلکې د قرآن کریم د حفظ له ټولګیو څخه یې هم لیدنه وکړه، د دارالعلوم علمي او تعلیمي فعالیتونه یې وستایل او مسئولینو سره یې د هغوی د ستونزو حل لپاره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

همدارنګه د کابل عربي دارالعلوم آمر محترم الحاج مولوي عبدالله نعماني د مېلمنو تود هرکلی وکړ او دا لیدنې یې د یاد دارالعلوم د علمي کاروان لاپرمختګ لپاره الهام بښونکې وبللې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت ودانۍ د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په رسمي ډول پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ پوهنې کارکوونکو او د ښوونځیو د تعلیمي پرسونل په مالي مرسته پیل شوې وې، اوس د مسئولینو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت مرکز اړوند «د شهدای آرزو» ښوونځي احاطوي دېوال جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې.
یاده پروژه شاوخوا په یو جریب ځمکه کې پلې کېږي او لګښت یې نږدې یو میلیون. . .

BACK TO NEWS