د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس په مشرۍ پلاوي له سرپل ولایت څخه لیدنه وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۴ - ۱۱:۴۴
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس په مشرۍ پلاوي له سرپل ولایت څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د رئیس شیخ مولوی عبدالحی (حازم) په مشرۍ یو ۵ کسیز پلاوي د ولایتی سفرونو په لړ کې د هیواد د سړو سیمو ( بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ) ولایتونو ته د سفرونو  په لړ کې د څارنې او کتنې په موخه د سرپل ولایت ته سفر وکړ ترڅو خپل پروګرامونه او مسئولیتونه (د امام مبلغ پېژنده، د شرعي امورو څارنه، د اداري چارو کتنه او د ستونزو او شکایتو اورېدنه) ترسره کړي.
د دعوت او ارشاد رئیس او مل پلاوي سرپل ولایت ته له رسېدو سره سم د پوهنې ریاست له کفیل او د یاد ریاست له آمرینو سره ناسته ترسره او د سفر موخې یې ورسره شریکې کړې. په ۰۶/۰۴/۱۴۴۴ هــ.ق نېټه یې د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د والي او  د پوهنې ریاست د کفیل په ګډون د سرپل ښار د پوهنې آمر، د ولسوالیو د پوهنې آمرینو، د نظارت آمرینو او غړیو، د ښوونځیو ذکور او اناث آمرینو او د پوهنې ریاست نورو کار کوونکو سره خپل کاري پروګرام شریک کړ. د غونډې په پیل کې د سرپل ولایت پوهنې ریاست تدریسي آمر مولوي هدایت الرحمن صداقت یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د علم د فضیلت، د پوهنې ریاست د اړوندو ستونزو او د ښوونکو د کمښت په اړه یې مفصلې خبرې وکړې. ورپسې د سرپل ولایت د دفتر رئیس مولوي تاج محمد حقجو وینا وکړه او راغلي پلاوي ته یې ښه راغلاست ووایه. وروسته د دعوت او ارشاد ریاست رئیس شیخ مولوي عبدالحی (حازم) د یاد ریاست د مسئولیتونو او دندو په هکله هر اړخیزې خبرې او لازمې سپارښتنې وکړې او د غونډې له ګډون والو سره یې د خپل سفر موخې په لاندې ډول شریکې کړې:
۱ – د دعوت او ارشاد ریاست د ځانګړي نصاب او قرآن کریم د ژباړې په اړه لازمې سپارښتنې کول.
۲ – د فرامینو او قوانینو ارزونه.
۳ – د شرعي امورو څارنه او کتنه.
۴ – د امام مبلغ پیژندنه.
۵ – د اداري چارو څارنه او کتنه.
۶ – د ستونزو او شکایتو اورېدنه.
د پورتنیو موخو د شریکولو تر څنګ نوموړي زیاته کړه، چې په اداراتو کې ګمارنه باید دتقوا، ژمنتیا، تخصص او وړتیا په بنسټ ترسره شي، د آمرینو له اوامرو څخه اطاعت وشي، ټول کارکوونکي باید خپلو دندو  ته پابند او ملتزم وي، لمونځ په جماعت سره اداء کړي، ښځینه کار کوونکي او مراجعین باید شرعي حجاب مراعات کړي، د ولایت امام مبلغ باید هره ورځ د پوهنې ریاست ټولو کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد ریاست ځانګړی نصاب او د قرآن کریم ژباړه تدریس کړي، په ټولو اداراتو کې له رشوت، اختلاس او د نوروغیر شرعي چارو له ارتکاب څخه ډډه وشي او د بیت المال له اجناسو او شتمنیو سره زیات احتیاط وشي.
پلاوي د ستونزو او شکایاتو د اورېدنې او اداري چارو دکتنې په موخه د یاد ولایت د پوهنې ریاست، د پوهنې ښاري آمریت او د ښار له یو شمېر ښوونځیو (د امام یحیی د ذکورو لېسه، د خطیب آباد د ذکورو لېسه، د جوزجانه د اناثو ښوونځي او د امام یحیی د اناثو ښوونځي) څخه هم لیدنه ترسره او د یادو اداراتو او ښوونځیو  د کارکوونکو، مراجعینو، ښوونکو او زده کوونکو  ستونزې او شکایات یې واورېدل، چې اورېدل شوې ستونزې د پوهنې ریاست له مسئولینو سره شریکې شوې او هغوی یې د حل ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د سرپل ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو، کار کوونکو، علماوو او د غونډې ګډون والو د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي له پروګرام او سپارښتنو څخه خوښي څرګنده  او د یادو سپارښتنو د تعمیل ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۷
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده وداني پر هغه ځمکه جوړېږي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره د وړتيا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت په پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د ۹۳ تنو ښوونکو لپاره په جلا او هم‌مهاله توګه پیل شو.
په ياد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

BACK TO NEWS