د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو «اوونیز راپور»

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د قرآن کریم د سورة الحزاب پر ژباړې او تفسیر سربېره، هغوی ته د روژې مبارکې میاشتې د فضایلو په نامه یوه رساله ووېشل شوه، ترڅو ټول منسوبین د دغې مبارکې میاشتي له فضایلو خبر او په عمل کې يې پلې کړي.
په ورته مهال د کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې؛
په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د تعلیمي مرکزونو اړوندو کارکوونکو ته د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر لړۍ روانه وه. لکه؛ د پخوا په څېر په مرکزي هسته کې د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو حال له نږدې وارزول شو او هغوی ته لازمې توصیې وشوې.