په دایکنډي ولایت کې د دیني مدارسو د ۴۷ خالي بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست له لوري، په دیني مدارسو کې د ۴۷ خالي بستونو ډکولو لپاره آزموینه، د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله «قندیلي» په حضور کې ترسره شوه.
په دې بستونو کې چې مخکې اعلان شوي وو، د همدغه ولایت د ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د مدرسینو ۳۴ بستونه، د اجرایوي کارکوونکو ۶ بستونه، او د اجیرانو ۷بستونه شامل وو، چې له نوماندانو څخه د غوښتنلیک فورمو راټولولو او د شارټ لېست کولو پروسې بشپړولو وروسته، پورته ذکر شوې آزموینه واخیستل شوه.
د نوماندانو په منځ کې، شاوخوا ۲۸۹ کسان د آزموینې ورکولو وړ وپېژندل شول، چې یاده پروسه د اړوندو ادارو د نږدې همغږۍ، د متخصصو کسانو جذبولو او په دیني مدارسو کې د زده کړې کیفیت لاښه کولو لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.