سرپل ولایت کې  څه د پاسه ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت د ۶۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې منظور شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۲:۳۸
12

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني سره په لیدنه کې، په سرپل ولایت کې د هغو ۶۴ بابه ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې پروژې منظور کړې، کوم چې لګښت یې ۵۱۲ زره ډالر اټکل شوی او د یو ملاتړ کوونکي بنسټ له لوري تمویلېږي.
په ورته مهال، د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني د پوهنې وزارت مشرتابه ته د یاد ولایت د ښوونیز او روزنیز وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ، چې د وزارت مشرتابه لخوا د پوهنې لاښه والي لپاره د ترسره شویو فعالیتونو لپاره ارزښتناک وګڼل شو.
د یادولو وړ ده چې د همدغو پروژو په پلي کېدو سره به د پورته ذکر شویو ښوونځیو ټولګي، دروازې او د ودانیو نورې اړینې برخې بیا‌ورغول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS