د کونړ ولایت د پشد لومړني ښوونځي سره ۱۰۰۰ ټوکه کتابچې مرسته وشوه
د پوهنې وزارت_کونړ: د کونړ ولایت د پوهنې ریاست اړوند د سرکاڼو ولسوالۍ اړوندد پشد د بېلې ګډ لومړني ښوونځي سره د يو با احساسه ځوان نصرالله ناصيح له خوا د زر ټوکه کتابچو، قلمونو، پنسلونو او پنسلتراشونو مرسته وشوه.
د یادې مرستې پر مهال د پوهنې رياست تدريسي مرستيال الحاج عبدالقهاراخوندزاده او د سرکاڼو پوهنې آمر ښاغلي سيد لقمان پاچا خبرې وکړې د محترم څارنوال نصرالله ناصيح څخه د منني تر څنګ د هغه احساس او عاطفه د زياتې ستاينې او قدردانۍ وړ وبلله او په ولسونو هم غږ وکړ چې تر څو دوی د خپلو ښوونځيو سره مرستې و کړي.
