All News
د پوهنې وزارت له کارکوونکو څخه د دیني علومو ازموینه واخیستل شوه
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسوولين وايي: د فقهې او ديني علومو د لومړي پړاو ازموينه د پوهنې وزارت د مرکزي څانګو له کارکوونکو څخه د دغه وزارت په جومات کې واخيستل شوه.
د دغه. . .
په ګرم سیرو ولایاتو کې د څلور نیم میاشتنیو ازموینو پیل
د پوهنې وزارت د ښوونیزې لایحې له مخې، هر کال د وري میاشتې په پنځلسمه نېټه د هېواد په ګرم سیرو ولایتونو کې په ټولو ښوونځیو او مدارسو کې څلور نیم میاشتني ازموینې پیلېږي.
د يادې شوې قانون. . .
له ولایاتو څخه د پوهنې د فعالیتونو لنډ خبرونه.
کندهار:
د کندهار ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي فخرالدين نقشبندي د دغه ولايت سپين بولدک ولسوالۍ ته د يوه کاري سفر په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ د دولتي ادارو له مسوولينو، علماوو او ځايي خلکو. . .
له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.
جوزجان:
د جوزجان ولايت د درزاب ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي شمس الله د دې ولسوالۍ د ښوونځيو له مديرانو سره د يوې غونډې په ترڅ کې له هغوى وغوښتل، چې د څلور نيم میاشتنیو ازموینو په پروسه کې. . .
د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب نوی رئیس د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي شو
د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب ریاست نوی رئیس مفتي محمد حنیف شاکر، د یوې غونډې په ترڅ کې د نصاب او مسلکي پراختیا ریاست د لوی رئیس مولوي اول ګل ایوبي، د اسنادو، هدایاتو او احکامو د تعقیب د. . .
د لغمان د پوهنې ریاست له اداري او تدریسي چارو څخه څو لنډ خبرونه
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د یوه پلاوي په ملتیا د زعفران لېسې د حلقوي دیوال د بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه، چې چارې یې د (UNHCR) د سیمه ییزې ادارې له خوا د ۲۹۰. . .
په کابل کې د ښوونځيو د غوره سپورتي ټیمونو لپاره د مډالونو او ستاینلیکونو وېش.
د والیبال ورزشي سیالۍ چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت د بریا په مناسبت د کابل ولایت د بګرامي، پغمان، شکردرې او چهاراسیاب والسوالیو د زده کوونکو د ورزشي ټیمونو ترمنځ د کابل د عایشه. . .
له کابل او ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
ننګرهار:
د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د پوهنې وزارت د پلټونکي پلاوی په یوه کاري سفر دغه ولایت ته راغلي او د ننګرهار ولایت د پوهنې له مسوولینو سره یې ناسته وکړه.
د دوی په خبره،. . .
د لغمان د پوهنې له ریاست څخه د پوهنې د فعالیتونو لنډ خبرونه
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د دغه ولایت د ښوونکو د روزنې په ریاست کې د داخل خدمت زده کوونکو د ازموینې له بهیر څخه د لیدنې پر مهال هغوی ته د علم او پوهې د زده کړې په. . .
