په بامیان ولایت کې د مدرسې جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

د باميان ولايت د پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار په وينا، د یاد ولايت پنجاب ولسوالۍ اړوند د اخضرات کلي یو تن معارف دوست شخصیت سيد اميرشاه په یاد کلي کې د یو باب ديني مدرسې جوړولو په موخه ۵۲۹ متر مربع ځمکه وقف کړه.
د پوهنې وزارت رهبري د دغه با احساسه شخصیت له مرستې مننه او قدرداني کوي.