دپوهنې وزارت سرپرست وزیر د یونیسف له عمومي مسئولې اغلې کترین روسیل  سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۵ - ۹:۲۴
112

  دپوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله منیر صاحب، تر غرمې مخکې  د یاد وزارت  د مقام په دفتر کې د یونیسف له عمومي مسئولې اغلې کترین روسیل(Catherine Russell)، د یونسیف له مرستیال  ښاغلي عمرعابدي،  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مسئولې اغلی ډیبورا لاینز(Debora Lyons)، د افغانستان لپاره د یونیسف مسئول ښاغلي محمد ایویا (Mohamed Ayoya)، د افغانستان لپاره د یونیسف مرستیالې اغلې الیز  اکونګا(Alice AKunga)، د افغانستان لپاره د یونیسف تعلیمي مسئولې  اغلې جینت اوجیلار(Jeanette Vogelaar) او مل هیئت سره  وکتل.
د ملاقات په پیل کې محترم وزیر صاحب  راغلیو میلمنو ته  ښه راغلاست ووایه  او د افغانستان په تعلیمي ډګر کې یې د یونیسف له مرستو څخه مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت د خپل هیواد مادي او معنوي پرمختګ ته ژمن دی او طبیعي  خبره ده چې دغه پرمختګ له تعلیم څخه شروع کېږي. 
اغلې کترین روسیل  د خپلو خبرو په ترڅ کې له اسلامي امارت څخه مننه وکړه،  چې د خپل ملت تعلیمي حقوقو ته ژمن دی  او زیاته یې کړه ، چې یونیسف به په تعلیمي ډګر کې افغانستان یوازي نه پریږدي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS