دپوهنې وزارت سرپرست وزیر د یونیسف له عمومي مسئولې اغلې کترین روسیل سره وکتل
دپوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله منیر صاحب، تر غرمې مخکې د یاد وزارت د مقام په دفتر کې د یونیسف له عمومي مسئولې اغلې کترین روسیل(Catherine Russell)، د یونسیف له مرستیال ښاغلي عمرعابدي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مسئولې اغلی ډیبورا لاینز(Debora Lyons)، د افغانستان لپاره د یونیسف مسئول ښاغلي محمد ایویا (Mohamed Ayoya)، د افغانستان لپاره د یونیسف مرستیالې اغلې الیز اکونګا(Alice AKunga)، د افغانستان لپاره د یونیسف تعلیمي مسئولې اغلې جینت اوجیلار(Jeanette Vogelaar) او مل هیئت سره وکتل.
د ملاقات په پیل کې محترم وزیر صاحب راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان په تعلیمي ډګر کې یې د یونیسف له مرستو څخه مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت د خپل هیواد مادي او معنوي پرمختګ ته ژمن دی او طبیعي خبره ده چې دغه پرمختګ له تعلیم څخه شروع کېږي.
اغلې کترین روسیل د خپلو خبرو په ترڅ کې له اسلامي امارت څخه مننه وکړه، چې د خپل ملت تعلیمي حقوقو ته ژمن دی او زیاته یې کړه ، چې یونیسف به په تعلیمي ډګر کې افغانستان یوازي نه پریږدي.
