له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۱ - ۸:۲۳
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

بلخ
د ترتیب شوي مهال وېش له مخې د شورتېپې ولسوالۍ د پوهنې آمر د ابوجعفر بلخي لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او مسوولینو ته یې د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

لغمان
د دولت شاه ولسوالۍ د تعلیمي څارنې پلاوي د نوره لېسې په ګډون د يادې ولسوالۍ د يو شمېر ښوونځيو له درسونو څخه ليدنه وکړه او د هغوى د اداري او تدريسي ستونزو د حل په موخه يې لازمې لارښوونې وکړې.

کابل
د پغمان ولسوالۍ د حضرت عثمان عالي لېسې د نوي مدير د معرفي کولو په مراسمو کې چې د يادې ولسوالۍ د پوهنې د آمر له خوا په لاره اچول شوي وو، د يادې لېسې د ښوونکو او زده کوونکو سربېره ګڼ شمېر علماوو او مشرانو ګډون درلود.

د کلکان ولسوالۍ د پوهنې او د تعلیمي څارنې آمرینو د بابوش له ښوونځي څخه څارنه وکړه.
په دې کتنه کې د ښوونځي د درسي او اداري اسنادونو د ارزونې په ترڅ کې د کاناډا موسسې یو شمېر مرستې شوي کتابچې هم پر زده کوونکو ووېشل شوې.

نورستان
د واما ولسوالۍ د پوهنې آمر د دې ولسوالۍ د يو شمېر ښوونځيو اداري او تدريسي اسنادونه یې وڅېړل.
نوموړي په دې کاري سفر کې د شیخ عبدالعزیز نورستاني او د واما د نجونو له مدارسو څخه هم ليدنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS