له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۵:۱۸
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

کندهار 

د کندهار ولايت د ارغستان ولسوالۍ د پوهنې آمر د دې ولسوالۍ د مدارسو او دارالعلومونو له مسئولينو سره د ناستې په ترڅ کې ديني مدارسو ته د جدي پاملرنې په برخه کې د ا. ا. ا د مشرتابه د فرمانونو د عملي کولو په تړاو خبرې او لازمې سپارښتنې وکړې.


 سرپل

د سرپل ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني د معلولو زده کوونکو له درسي ټولګیو څخه د لیدنې په ترڅ کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه له نږدي واورېدل.
 نوموړي پر معلولو زده کوونکو د ۵۰۰۰ زرو افغانیو ترڅنګ ښوونیز توکي هم ووېشل.

میدان وردګ


د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست د یوې ازادې سیالۍ په ترڅ کې له ۲۵۳ تنو ښوونکو څخه ازموینه واخیسته. 
 د لوړو نمرو ترلاسه کوونکي به د مرکز او ولسوالیو په دیني مدارسو کې د ښوونکو په توګه وګومارل شي.

بغلان 

د بغلان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي د ده صلاح ولسوالۍ د سنګبران د انجونو او هلکانو د ښوونځیو له اداري فعالیتونو څخه د څارنې پر مهال له ښوونکو وغوښتل چې د پوهنې کیفیت ته په ښه توګه پاملرنه وکړي.
  همدارنګه: د بغلان ولایت  د پوهنې رئیس الحاج مولوي نورمحمد عزیزي د ده صلاح ، بنو او پل حصار ولسوالیو د ښوونکو د رقابتي ازموینو په مراسمو کې ګډون وکړ.


لغمان 

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د پوهنې آمر د ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې په اداري او تدریسي موضوعاتو خبرې وکړي.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS