له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال داووم دور په جریان کې، له ۲۳۵ تنو افغان کډوالو ماشومانو څخه د هغوی د سویې د تثبیت په موخه، د پوهنې مسئولینو په حضور کې آزموینه واخیسته.
په پام کې ده چې ګډونوال د آزموینې تر ارزونې وروسته د خپلو سویو سره سم د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ټولګیو ته ور وپېژندل شي.