د کونړ ولایت په ښوونځیو کې د درسي کتابونو وېش بهیر پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۹:۵۲
شسش

د کونړ ولایت په ۴۴۰ بابه ښوونځیو او ۱۱ بابه دیني مدارسو کې د ۴۰ مېلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د کتابونو او درسي موادو وېش پروسه، د چارواکو او پوهنې مسئولینو په حضور کې پیل شوه.

د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم مولوي محب الله حیدري په وینا، پورته ذکر شوي تعلیمي مواد د یوې همکارې ادارې لخوا پوهنې ریاست ته ورکړل شوي او په وېش سره به یې شاوخوا ۷۹ زره زده‌کوونکي د کتابونو او درسي موادو څخه ګټه پورته کړي.

په مرسته شویو درسي موادو کې خېمې، سپینې تختې، د کتابونو او قرطاسیې کڅوړې او نور تجهیزات شامل دي، چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به تعلیمي ادارو ته واستول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۵
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ د سرخ قلعه په سیمه کې، د ۱.۵ جریب وقف شوې ځمکې پر سر د یوې دیني مدرسې بنسټ ډبره، د سیمه‌ییزو مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د خلکو په حضور کې کېښودل شوه.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د غور ولایت دولتیار ولسوالۍ اړوند د «سیاه‌خارک خربید لومړني ښوونځي» د ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې ریاست مسوولینو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

د سرپل ولایت په البدر ولسوالۍ کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې جوړولو کارونه پیل شول

د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ اړوند دمگاه کلي کې د حضرت بلال «رضي‌الله‌عنه» په نوم د یوې دیني مدرسې جوړولو چارې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده مدرسه چې د سیمه‌ییزو خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS