د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس نورستان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۱:۲۶
یبشس

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي په مشرۍ یو پلاوي نورستان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې ریاست له چارواکو او مسلکي پراختیا ښوونکو سره وکتل.
په یاده غونډه کې د ښوونیز نصاب ښه‌والي، د ښوونکو مسلکي وړتیاوو پر لوړولو، د تدریسي موادو اغېزمن پلي کولو او د زده‌کړې کیفیت لاپیاوړتیا په اړه هراړخیز بحثونه وشول.
د نورستان پوهنې ریاست تدریسي مرستیال د پوهنې وزارت له پلاوي څخه د هرکلي تر څنګ ټینګار وکړ، چې دغه ډول علمي او مسلکي سفرونه د تعلیمي بهیر په پیاوړتیا کې اغېزمن رول لوبوي.
د یاد سفر په جریان کې، پلاوي د مرکز او کانتوا ولسوالۍ له څو ښوونځیو څخه لیدنه وکړه، د تدریس بهیر، د زده‌کړې چاپېریال او د زده‌کوونکو وضعیت یې له نږدې وڅېړه او له ښوونکو او زده‌کوونکو سره یې د هغوی د ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس د ښوونکو له هڅو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې پوهنې وزارت به د نصاب معیاري کولو او د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره خپلې هڅې لاپسې زیاتې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۴
Background image

په غور کې ښوونکو ته روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې د ښوونځیو د ساینس او ریاضي ۱۵ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د تدریسي کیفیت ښه‌والي په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
د دغې برنامې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس کندوز ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا د لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي په مشرۍ پلاوی د رسمي سفر په ترڅ کې کندوز ولایت ته ورسېد او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې. . .

BACK TO NEWS