د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس نورستان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

media-moe
Sat, Nov 01 2025 11:26 AM
یبشس

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي په مشرۍ یو پلاوي نورستان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې ریاست له چارواکو او مسلکي پراختیا ښوونکو سره وکتل.
په یاده غونډه کې د ښوونیز نصاب ښه‌والي، د ښوونکو مسلکي وړتیاوو پر لوړولو، د تدریسي موادو اغېزمن پلي کولو او د زده‌کړې کیفیت لاپیاوړتیا په اړه هراړخیز بحثونه وشول.
د نورستان پوهنې ریاست تدریسي مرستیال د پوهنې وزارت له پلاوي څخه د هرکلي تر څنګ ټینګار وکړ، چې دغه ډول علمي او مسلکي سفرونه د تعلیمي بهیر په پیاوړتیا کې اغېزمن رول لوبوي.
د یاد سفر په جریان کې، پلاوي د مرکز او کانتوا ولسوالۍ له څو ښوونځیو څخه لیدنه وکړه، د تدریس بهیر، د زده‌کړې چاپېریال او د زده‌کوونکو وضعیت یې له نږدې وڅېړه او له ښوونکو او زده‌کوونکو سره یې د هغوی د ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس د ښوونکو له هڅو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې پوهنې وزارت به د نصاب معیاري کولو او د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره خپلې هڅې لاپسې زیاتې کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS