په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
5234123

د غلمین لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار په اړونده سیمه کې د خلکو او د ښوونځي د تعلیمي شورا لخوا یې جوړول پیل شوي وو، اوسمهال بشپړه او د یاد  ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي غلام محمد کاظم له لوري پرانیستل شوه.
د پوهنې رئیس د پرانیستې په مراسمو کې وویل: «موږ خوښ یو، چې خلک د ښوونې او روزنې پرمختګ لپاره پاملرنه کوي، د سیمې د خلکو له همکارۍ د زړه له کومې مننه کوم او وایم چې تاسو زموږ د ټولنې لپاره غوره بېلګه یاست.»
د یادونې وړ ده چې دغه ودانۍ شپږ درسي خونې لري او په جوړېدو سره یې د زده‌کوونکو ستونزې حل شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

په هرات ولایت کې د دوو ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

د هرات ولایت کشک رباط‌سنګي ولسوالۍ د نجونو او چپل‌قل ښوونځيو نوې ودانۍ د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، یو شمېر دیني علماءکرامو، قومي مشرانو او د یادې ولسوالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د یاد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل ښار په ۶۵ بابه امارتي او خصوصي تعلیمي مرکزونو کې د تدریسي بهیر هر اړخیزه څارنه ترسره کړه. 
همدارنګه، په همدې اوونۍ کې د کابل، هرات، ننګرهار، هلمند،. . .

BACK TO NEWS