د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس کندوز ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا د لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي په مشرۍ پلاوی د رسمي سفر په ترڅ کې کندوز ولایت ته ورسېد او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل جان راشد سره وکتل.
په دې کتنه کې د کندوز پوهنې رئیس د پلاوي غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هر اړخیزې همکارۍ او د کاري چارو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.
همدارنګه، د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس یاد ولایت ته د خپل سفر موخه د پلي شویو پروګرامونو د بهیر څارنه او د پوهنې وزارت د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول وبلل.
