امریکا ته د پوهنې وزیر سفر/4

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۹ - ۱۵:۴۰
امریکا ته د پوهنې وزیر سفر/4

پوهنې وزیر ډاکتر بلخي په نیویارک ښار کې د میشتو افغانانو سره لیدنه وکړه .

پوهنې وزارت- نیویارک:پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي امریکا ته د خپل سفر په دوام کې د میشتو افغانانو سره لیدنه او خبرې اترې وکړي.
دا لیدنه چې په نیویارک ښار کې د افغانستان جنرال قونسولګري له لوري جوړه شوي وه؛ پوهنې وزیر ډاکتر بلخې؛ پوهنې وزارت یې یو ولسي او غیر سیاسي بنسټ یاد کړ او په نیویارک کې د میشتو افغانانو څخه (په افغانستان کې د ښوونیزو خدمتونو ښه والي او لوړوالي لپاره د سواد زده کړې، د ماشومانو ښوونې او روزنې څخه ملاتړ او د ښوونځيو جوړولو او بیارغولو څخه ) د ملاتړ غوښتونکۍ شو.
پوهنې وزیر د دې غونډې ګډون کوونکو ته د ښوونې او روزنې پرمختګونو او شته ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او له هغوي څخه يې وغوښتل چې د هغو ماشومانو لپاره چې د مالي ستونزو له امله ښوونځې ته نشي تلای مالي مرسته وکړي.
پوهنې وزارت مشرتابه ۳.۷ ملیونه له ښوونځي څخه بهر ماشومانو په ځانګړي ډول یتیم او هغه ماشومان چې اقتصادي ستونزې لري پاملرنه یوه اړتیا یاده کړه او پوهنې وزارت ښوونځې ته د یادو ماشومانو د شاملیدو له هڅو څخه خبر ورکړ.
د نیویارک میشتو افغانانو استازو په دې لیدنه کې، د پوهنې وزارت کارونه او لاسته راوړنې مثبتې او بریالۍ وبللي او د ډاکتر بلخي له وړاندیزونو ځخه د هرکلي ترڅنک ژمنه وکړه چې د پوهنې وزارت سره به د ښوونځي څخه بهر ماشومانو د شاملیدو په برخه کې مالي او معنوي مرسته او همکاری وکړي.
د یادونې وړ ده چې پوهنې وزیر د High Level Steering Group Meeting په غونډه کې چې د ECW(زده کړه انتظار نه کوي) بنسټ په کوربتوب د سپتمبر په ۲۴ او ۲۵ نیټه تر سره شو، امریکا ته سفر کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS