داوطلبۍ اعلان

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۲۸
8748

پوهنې وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته په درنښت بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د اړتیا وړ د نارینه او ښځینه زده‌کوونکو لپاره ۹۸۰ جوړې د څارندوی جامو او ورسره د ۱۱ قلمه لوازمو برابرولو او پېرلو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې داوطلبان د اړوندې شرطپاڼې سافټ کاپي ترلاسه او خپلې داوطلبۍ، د شرطپاڼې له درج شویو شرایطو سره سم، د قراردادونو د قانون او تدارکاتو د کړنلارې له مخې، په سر تړلي ډول د اعلان له خپرېدو څخه د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي/ سنبلې میاشتې تر ۳۰مې نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار ده افغانان سیمې ته څېرمه د محمدجان خان واټ پر سړک موقعیت لري، وسپاري.
د داوطلبۍ تضمین اړین نه دی.
د داوطلبیو پرانیستغونډه به د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي/ سنبلې میاشتې په ۳۰مه نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست په تالار کې ترسره شي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۴۲
Background image

په میدان وردګ کې د تېرو شپږو میاشتو پرمهال له ۳۱ بابه ښوونځیو سره څه د باندې ۹.۴ میلیونه افغانۍ ولسي مرستې شوې

په تېرو شپږو میاشتو کې د میدان وردګ ولایت د جغتو، جلرېز، چک، دایمیرداد، مرکز بهسود، لومړۍ حصې بهسود، سیدآباد او مرکز اړوند ۳۱ بابه ښوونځیو سره د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د سیمې د خلکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۳۲
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ۱۸۳٫۹۳۶ کیلوګرام وچ او میده شوي بلوط لرګي د بخارۍ په اندازه او ۱۶٫۰۶۵ کیلوګرام وچ او میده شوي ارچه لرګي د بخارۍ په اندازه اړتیا لري، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۲۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته په درنښت بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د اړتیا وړ د نارینه او ښځینه زده‌کوونکو لپاره ۹۸۰ جوړې د. . .

BACK TO NEWS