داوطلبۍ اعلان
د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ۱۸۳٫۹۳۶ کیلوګرام وچ او میده شوي بلوط لرګي د بخارۍ په اندازه او ۱۶٫۰۶۵ کیلوګرام وچ او میده شوي ارچه لرګي د بخارۍ په اندازه اړتیا لري، چې مخکې هم د داوطلبۍ لپاره اعلان ته ورکړل شوي وو او اوسمهال یو ځل بیا اعلان ته سپارل کېږي.
هغه لوژستیکي او سوداګریز شرکتونه او د لرګیو پلورونکي چې د یاد قرارداد ترلاسه کولو لېوالتیا ولري، کولای شي، د دغه اعلان له خپرېدو وروسته د ۱۰ ورځو په موده کې خپلې غوښتنې د کابل ښار پوهنې ریاست د تدارکاتو عمومي مدیریت ته، چې د کارتې چهار، غزني سرای په سیمه کې موقعیت لري، وسپاري او د شرطپاڼې له محتویاتو څخه ځان خبر کړي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
