د میدان وردګ ولایت د ښوونځیو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

د میدان وردګ ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۳۷۵ تنو ښوونکو د مسلکي او مهارتي وړتیاوو لوړولو په موخه، ۶ ورځنی روزنیز ورکشاپ د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ پیل شو.
دیاد ورکشاپ پرانیستې په مراسمو کې، د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت، دغه ډول پروګرامونه د ښوونکو علمي وړتیاوو لوړولو لپاره ګټور وبلل او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د ورکشاپ ترلاسه کړي مهارتونه په خپلو اړوندو ښوونځیو کې په مسلکي ډول پلي کړي.
په دې روزنیز ورکشاپ کې به ښوونکي د نویو تدریسي مېتودونو، د ټولګي مدیریت، د زدهکوونکو ارزونې او شاګردمحوره تدریسي روشونو په برخو کې روزنه ترلاسه کړي.
ګډونوالو ښوونکو د همدغه ورکشاپ له ترسره کېدو څخه د هرکلي ترڅنګ وویل چې، د روزنې ترلاسه کولو وروسته به دوی په خپلو اړوندو ښوونځیو کې مسلکي تدریس ته دوام ورکړي.