د پوهنې محترم رئیس د مسلم هندز مؤسسې پلاوي سره وکتل!

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۲ - ۹:۳۲
د پوهنې محترم رئیس د مسلم هندز مؤسسې پلاوي سره وکتل!

د میدان وردګ ولایت پوهنې محترم رئیس مولوي صاحب ګل ولي متقي دمسلم هندزمؤسسې دښوونې او روزنې راغلي ولایتي پلاوي سره په خپل دفتر کې وکتل،
دا کتنه د اداري چارو مرستیال مولوي صاحب فضل الرحیم موسی، اسلامي زده کړو مرستیال الحاج محمدآقارحمتي،  تدریسي چارو مرستیال الحاج عبدالهادي باور،د برنامو آمرینو او عمومي مدیرانو په شتون کې د راتلونکې ۵ شنبې ورځې د جوړېدونکې غونډې اړوند ترسره شوه،
د راتلونکي ۵شنبې ورځې غونډه د یادې مؤسسې په مالي مرسته دپوهنې ریاست لخوا د یاد ولایت کریم خان د غونډو تالار کې بېرته ښوونځیو ته ستانه شۍ تر سرلیلک لاندې جوړيږي، چې پدې اړوند د تنظیم،مصونیت،فرهنګي او تخنیکي کمېټې جوړې،هرې کمېټې ته د جوړېدونکې غونډې اړوند دندې وسپارل شوې،
ترڅو د راتلونکې ورځې دجوړېدنکې غونډې ټولې چارې په ښه توګه سرته ورسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS