د پوهنې محترم رئیس د مسلم هندز مؤسسې پلاوي سره وکتل!
د میدان وردګ ولایت پوهنې محترم رئیس مولوي صاحب ګل ولي متقي دمسلم هندزمؤسسې دښوونې او روزنې راغلي ولایتي پلاوي سره په خپل دفتر کې وکتل،
دا کتنه د اداري چارو مرستیال مولوي صاحب فضل الرحیم موسی، اسلامي زده کړو مرستیال الحاج محمدآقارحمتي، تدریسي چارو مرستیال الحاج عبدالهادي باور،د برنامو آمرینو او عمومي مدیرانو په شتون کې د راتلونکې ۵ شنبې ورځې د جوړېدونکې غونډې اړوند ترسره شوه،
د راتلونکي ۵شنبې ورځې غونډه د یادې مؤسسې په مالي مرسته دپوهنې ریاست لخوا د یاد ولایت کریم خان د غونډو تالار کې بېرته ښوونځیو ته ستانه شۍ تر سرلیلک لاندې جوړيږي، چې پدې اړوند د تنظیم،مصونیت،فرهنګي او تخنیکي کمېټې جوړې،هرې کمېټې ته د جوړېدونکې غونډې اړوند دندې وسپارل شوې،
ترڅو د راتلونکې ورځې دجوړېدنکې غونډې ټولې چارې په ښه توګه سرته ورسوي.
