د پوهنې وزارت با صلاحیته پلاوی بغلان ولایت ته ورسید

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۳ - ۸:۵۰
123

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د ریاست د رئیس محترم مولوي محمداسحق حقیقي په مشري لېږل شوی څلور کسیز پلاوی د تیرې دوشنبې په ورځ  د بغلان ولایت مرکز پلخمري ته ورسید.لومړی یې د یاد ولایت د پوهنې له رئیس،تدریسي آمر او  نورو مسئولینو او کارمندانو سره وکتل، دخپل سفر اهداف یې ورته تشریح کړل، وروسته یې د بغلان ولایت څلورو ولسوالیو(مرکزي بغلان، بنو، ده صلاح او نهرین) ته هیئتونه واستول، ترڅو د یادو ولسوالیو تعلیمي بهیر له نږدې څخه و ارزوي. همدارنګه یې د یاد ولایت د ښوونځیو په استازیتوب د بي بي آمنه لیسې څخه هم لیدنه وکړه، اړونده مسئولینو ته یې د پوهنې وزارت د مشرتابه لارښوونې او هدایات ورسول او هم یې د هغوی وړاندیزونه، غوښتنې او ستونزې له نږدې څخه واوریدلې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS