د پوهنې وزارت د سرپرست له خوا د شرعي تخریج کمېټې غړي وستایل شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۲:۳۳
fsd

د افغانستان.ا.ا. د مشرتابه د عالي مقام د حکم له مخې، څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق په مشرۍ، د اړوندو مرکزي ادارو د یو شمېر رئیسانو په ګډون لس کسیزه د شرعي تخریج تخنیکي کمېټه جوړه شوه.

یادې کمېټې د خپل کاري پلان په بنسټ، د پوهنې وزارت یو شمېر قوانین، کړنلاره، لارښوونې او نور تقنیني سندونه د اسلام د سپېڅلي دین له نظره تر مفصلو او هر اړخیزو مسلکي بحثونو لاندې ونیول، چې په پایله کې یې دغې کمېټې د پوهنې قانون بشپړ کړ.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا له لوري د شرعي تخریج کمېټې هغه غړي په تقدیرنامو وویاړل شول، کوم چې د یاد وزارت د يو شمېر قوانينو په ځانګړي ډول د پوهنې د قانون د بشپړولو په برخه کې یې د قدر وړ خدمتونه او هلې ځلې ترسره کړې دي.

په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او د دغه وزارت د تقنین او پالیسي رئیس مولوي محمد اسحق حقیقي د تخریج کمېټې د غړو په استازیتوب، د پوهنې وزارت د مشرتابه له هڅو او ستاینې مننه وکړه او څرګنده یې کړه، ټول هغه پلانونه او دندې چې د وزارت د مشرتابه له لوري ورته سپارل کېږي، د خپلې مسلکي پوهې او وړتیا په کارولو سره به یې پلې کړي.

مراسم د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۲:۴۰
Background image

د ولایتونو پوهنې خبرونو ته کتنه

غزني

د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني، د یاد ولایت د قره باغ ولسوالۍ له ولسوال، دیني علماوو او قومي مشرانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې، د پوهنې وزارت او د یاد ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۲:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د سرپرست له خوا د شرعي تخریج کمېټې غړي وستایل شول

د افغانستان.ا.ا. د مشرتابه د عالي مقام د حکم له مخې، څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق په مشرۍ، د اړوندو مرکزي ادارو د یو شمېر رئیسانو په ګډون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۲:۲۲
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو «اوونیز راپور»

له شنبې ۱۴۴۵/١١/۲۳هجري قمري تر پنجشنبې ۱۴۴۵/١١/۲۸هجري قمري (د غبرګولي میاشتې له ۱۲مې نېټې تر ۱۷مې ۱۴۰۳/ لمریز).

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو تېره اوونۍ د کابل ښار شپږمې. . .

BACK TO NEWS