د پوهنې وزارت د سرپرست له خوا د شرعي تخریج کمېټې غړي وستایل شول

media-moe
Thu, Jun 06 2024 12:33 PM
fsd

د افغانستان.ا.ا. د مشرتابه د عالي مقام د حکم له مخې، څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق په مشرۍ، د اړوندو مرکزي ادارو د یو شمېر رئیسانو په ګډون لس کسیزه د شرعي تخریج تخنیکي کمېټه جوړه شوه.

یادې کمېټې د خپل کاري پلان په بنسټ، د پوهنې وزارت یو شمېر قوانین، کړنلاره، لارښوونې او نور تقنیني سندونه د اسلام د سپېڅلي دین له نظره تر مفصلو او هر اړخیزو مسلکي بحثونو لاندې ونیول، چې په پایله کې یې دغې کمېټې د پوهنې قانون بشپړ کړ.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا له لوري د شرعي تخریج کمېټې هغه غړي په تقدیرنامو وویاړل شول، کوم چې د یاد وزارت د يو شمېر قوانينو په ځانګړي ډول د پوهنې د قانون د بشپړولو په برخه کې یې د قدر وړ خدمتونه او هلې ځلې ترسره کړې دي.

په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او د دغه وزارت د تقنین او پالیسي رئیس مولوي محمد اسحق حقیقي د تخریج کمېټې د غړو په استازیتوب، د پوهنې وزارت د مشرتابه له هڅو او ستاینې مننه وکړه او څرګنده یې کړه، ټول هغه پلانونه او دندې چې د وزارت د مشرتابه له لوري ورته سپارل کېږي، د خپلې مسلکي پوهې او وړتیا په کارولو سره به یې پلې کړي.

مراسم د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS