له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۳:۳۸
فشرده اخبار فعالیت های معارف در ولایات

بلخ:
د بلخ ولايت د پوهنې آمر مولوي زړګی فيضاني له يوه پلاوي سره د خواجه عکاشا منځني ښوونځي ته د ازموينې او نورو چارو د کتنې په موخه لاړ او د يادې ښوونځي مسوولينو، ښوونکو او زده کوونکو ته يې لازمې لارښوونې وکړې.
کندهار:
د کندهار ولایت د ښاري حوزې آمر مولوي محمد عثمان روحاني د دغه ولایت له یو شمېر ښاري ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د يادې سيمې د ښوونځيو مسوولينو خپلې ستونزې او وړانديزونه یې د کندهار د پوهنې آمر ته وړاندې کړل او د حل غوښتنه يې وکړه، چې د ښاغلي روحاني له لوري ومنل شوه.
جوزجان:
د قرقین ولسوالۍ د پوهنې آمر ملا فیض الله عمري د دې ولسوالۍ د ښوونځیو له زده کوونکو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې د ژمي په رخصتیو کې دې مدارسو او ښوونیزو کورسونو ته لاړ شي او د علم په حاصلولو کې دې لا زیاتې هڅې وکړي.
نیمروز
د فروخي او عبدالرحمن لالا لېسو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ ترسره شوې، چې د فروخي لېسې لوبډلې اتلولي وګټله.

د نيمروز ولايت د بدني روزنې عمومي مدیرعبدالمجيد بيدار وويل چې د ورزشي سياليو د ترسره کولو موخه د ښوونځيو په کچه د ورزش وده ورکول دي.
لغمان:
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د دغه ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د نجیل کلي د ښوونځي د بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه.
نوموړی د کارونو پرمختګ ښه وګاڼه او ويې ويل: ډېر ژر به د دغه ښوونځي د بيارغونې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS