لوګر ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته د ۳۱ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د کتابونو او درسي موادو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۴۸
54

د لوګر ولایت د صنفي اصولو ښوونکو او زده‌کوونکو ته د ټولټال ۳۱ مېلیونه او ۴۹۳ زره افغانیو په لګښت، د درسي کتابونو او تدریسي موادو وېش بهیر، د چارواکو او پوهنې مسئولینو په حضور کې پیل شو.

په یادو درسي توکو کې د لومړنیو ښوونځیو د زده‌کوونکو لپاره د تدریسي موادو ۲۵۶۵ کڅوړې، د ښوونکو لپاره ۲۰۰۳ ځانګړې بستې، د ښوونځیو د اداري موادو ۲۵۸ کڅوړې، نور اړین توکي او د درسي کتابونو ۱۱۸ زره ۶۹۸ ټوکه شامل دي، چې د پوهنې سره د یوې همکارې ادارې لخوا چمتو شوي او ټاکل شوې ده چې په ټول ولایت کې ۲۰۰۳ تنو ښوونکو او ۵۱۳۰۰ تنو زده‌کوونکو ته ووېشل شي.

د پوهنې چارواکو په وینا؛ د دغو تعلیمي موادو وېش سره به د لومړنیو ښوونځیو تدریسي سرچینو ته د لاسرسي ستونزې حل او د هغه ولایت په محرومو سیمو کې د زده‌کړې کیفیت لاښه والي په لور یو مهم ګام پورته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۵۸
Background image

د لوګر ولایت تعلیمي مرکزونو ته نږدې د یو مېلیون افغانیو په لګښت د مېزونو او څوکیو وېش بهیر پیلېږي

د پوهنې وزارت د طرحه شوي پلان سره سم، د زده‌کوونکو لپاره د لازیاتو تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، په پلان کې ده چې د لوګر ولایت ښوونیزو ادارو ته د ۹۸۱ زره افغانیو په لګښت ۶۰۰ پایې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۵۶
Background image

د ننګرهار ولایت له پوهنې څخه څو لنډ خبرونه

- د خوږیاڼو ولسوالۍ د لوخي او بانډو سیمو قومي مشرانو د یادې ولسوالۍ د اوخي لېسې سره د ۶۷ زره ۵۰۰ افغانیو مالي مرسته کړې، چې په ترڅ کې یې د یادې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو.. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۵۲
Background image

پکتیکا ولایت کې نږدې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب مدرسې رغنیزې چارې دوام لري

د پکتیکا ولایت چهاربران ولسوالۍ د "ریاض العلوم" دیني مدرسې لپاره د ۱.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې نوې ودانۍ جوړولو کارونه، د همدې ولسوالۍ د پوهنې مینه والو خلکو په مالي ملاتړ دوام. . .

BACK TO NEWS