هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۵:۲۸
sdfg

هېواد ته د راستنېدونکو ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو په موخه، نن په خوست او باميان ولايتونو کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د هغوی د سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیستل شوه.

په همدې تړاو په خوست ولایت کې ۲۲۰ تنو او په بامیان ولایت کې ۱۰ تنو نوملیکنه کړې وه، چې د پوهنې مسئولینو په حضور کې یې آزموینه واخیستل شوه.

د چارواکو په وینا، په پام کې ده چې دوی د زده کړو د دوام په موخه، د خپلو ولایتونو د ښوونځیو له ۷ تر یوولسمو ټولګیو کې شامل کړل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۹
Background image

په هرات کې له یوه ښوونځي سره د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت مرسته شوې

د مکتب ساز خیریه بنسټ د شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د هرات ولایت مرکز اړوند له حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې سره د ښوونیزو او برېښنايي وسایلو مرسته کړې ده.
په دې مرسته کې ۲۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بامیان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام‌ ربي رباني په مشرۍ پلاوي بامیان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار سره  په یوه غونډه کې وکتل.
ن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۱
Background image

په بغلان کې د یوې اداري ودانۍ او یو شمېر ښوونیزو مرکزونو د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت له لوري د ۴ میلیونه، ۴۰۶ زره او ۵۳۳،۵ افغانیو په لګښت د بغلان ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او په دغه ولایت کې د ۹ مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې. . .

BACK TO NEWS