په ميدان وردګ ولایت کې د یو باب دیني مدرسې او ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۵۸
321

د ميدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ اړوندو کې د سرورکاينات ښوونځي او يو باب دیني مدرسې لپاره د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه، دیني علماوو او قومي مخورو په حضور کې کېښودل شوه.

د جغتو ولسوالۍ پوهنې آمر وویل: د يادو ښوونيزو بنسټونو د بنسټ ډبره د خلکو په مالي مرسته په ۱۰ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه او ټاکل شوې ده، چې د جوړېدو چارې یې د دغه ولايت د پوهنې رياست له لوري بشپړې شي.

د پوهنې مسئولینو د څرګندونو له مخې: د سرور کاينات ښوونځی ۱۴ درسي او اداري خونې لري، چې د جوړولو چارې به يې په نيږدې راتلونکي کې پيل شي.

ورپسې دیني علماوو هم د اسلام له نظره د علومو په ارزښت خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له پروګرامونو او پلانونو یې خپل مادي او معنوي ملاتړ اعلان کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بلخ ولایت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ یو پلاوی بلخ ولایت ته ورسېد. په پيل کې نوموړي په هغه غونډه کې چې د بلخ پوهنې ریاست په انګړ کې جوړه شوې وه، د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د ۱۲مېلیونه ۳۰۰زره افغانیو په لګښت، د درې بابه ښوونځیو پروژې پرانیستل شوې

پوهنې وزارت له لوري، د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ، د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند، د بي بي آمنې، سنګ سوراخ او حاجیانو ښوونځیو رغنیزې پروژې بشپړې او د یاد ولایت پوهنې مسئولینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

د څه د پاسه ۱.۳ مېلیونه افغانیو په لګښت، کابل ښار اړوند یو باب ښوونځي کې ۶ درسي خونې ورغول شوې

د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د محمد فاروق منځني ښوونځي لپاره د درسي ټولګيو جوړولو پروژه، چې څه موده وړاندې د پوهنې د یوې همکارې ادارې له لوري د یو مېلیون ۳۰۵ زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت پیل. . .

BACK TO NEWS