په ميدان وردګ ولایت کې د یو باب دیني مدرسې او ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Mon, Apr 29 2024 9:58 AM
321

د ميدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ اړوندو کې د سرورکاينات ښوونځي او يو باب دیني مدرسې لپاره د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه، دیني علماوو او قومي مخورو په حضور کې کېښودل شوه.

د جغتو ولسوالۍ پوهنې آمر وویل: د يادو ښوونيزو بنسټونو د بنسټ ډبره د خلکو په مالي مرسته په ۱۰ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه او ټاکل شوې ده، چې د جوړېدو چارې یې د دغه ولايت د پوهنې رياست له لوري بشپړې شي.

د پوهنې مسئولینو د څرګندونو له مخې: د سرور کاينات ښوونځی ۱۴ درسي او اداري خونې لري، چې د جوړولو چارې به يې په نيږدې راتلونکي کې پيل شي.

ورپسې دیني علماوو هم د اسلام له نظره د علومو په ارزښت خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له پروګرامونو او پلانونو یې خپل مادي او معنوي ملاتړ اعلان کړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS