د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۴ مې کلیزې په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست پیغام

media-moe
جمعه ۱۴۰۲/۵/۲۷ - ۹:۲۰
123

د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۴ مې کلیزې د رارسېدو په مناسبت، د ځان او د پوهنې وزارت مشرتابه له لوري، د افغانستان ټول مجاهد او مېړني ولس په ځانګړې توګه استادانو ، زده کوونکو او د ياد لوی ښوونيز کاروان ټولو لارویانو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم. 
لکه څنګه چې څرګنده ده، زموږ د هېواد وياړلی تاريخ زموږ د مېړني او مجاهد ولس له سرښندنو او مبارزو ډک دی، چې هر وخت يې په  مېړانه سره بهرنيو يرغلګرو او دښمنانو ته شرموونکې ماتې ورکړې ده. 
له دې فرصت څخه په استفادې یو ځل بیا د افغانستان خلکو ته د وخت د سترې امپراتورۍ د ماتې په مقابل کې د بریا مبارکي وایم.
ژوندی دې وي افغانستان

الحاج مولوی حبیب الله اغا
د پوهنې وزارت سرپرست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۰
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوې مدرسې  لپاره یو محراب جومات جوړېږي

د سیمې د خلکو له لوري، د پکتیکا ولایت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې د نورالعلوم دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات د۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې د جوړولو چارې یې تر پنځوس سلنه پورې بشپړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۵
Background image

په لوګر ولایت کې یو باب ښوونځي لپاره د لمریزې برېښنا او اوبو رسولو سیسټمونه فعال شول

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند آببازک منځني ښوونځي لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم او د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکه نصب او فعاله شوه، چې شاوخوا ۴۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ لګښت پرې راغلی او یاد. . .

BACK TO NEWS