د پوهنې وزارت د سرپرست په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی بادغیس ولایت ته ولاړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۰:۴۴
ظیبلبال

د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا چې د هېواد د یو شمېر ولایتونو د پوهنیز وضعیت په کتنه بوخت دی، د یادو سفرونو په ترڅ کې بادغیس ولایت ته ورسېد. په پیل کې نوموړي د بادغیس له پوهنې رئیس الحاج مولوي محب الله احسان او مسئولینو سره په کتنه کې، دپلاوي د سفر موخې له هغوی سره شریکې کړې. ورپسې د یاد ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د رهبرۍ په حضور کې د خپلو اړوندو ادارو د دندو لنډ راپور وړاندې کولو ترڅنګ، یو لړ وړاندیزونه او ستونزې هم د پوهنې وزارت له سرپرست سره شریکې کړې. په ورته مهال د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ولایت د پوهنې مسئولینو سره په ملتیا قادس ولسوالۍ ته ولاړ او د حضرت ابوبکر صدیق (رضی الله عنه)، حضرت عمر فاروق (رضی الله عنه) له مدارسو، د حضرت سلمان بن فارسی «رضی الله عنه» له دارلعلوم او د حمعیت قادس لېسې څخه لیدنه وکړه. نوموړي په ​​هغه کتنه کې چې د يادو ښوونیزو بنسټونو له مسئولينو او استادانو سره يې درلوده، په خپلو خبرو کې هغوى ته ډاډ ورکړ چې: د مدارسو او ښوونځيو د ستونزو په هواري کې به له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي او د هېواد د پوهنیز نظام لاښه والي لپاره به تر خپل توان پورې هر ډول هڅې وکړي. د پوهنې وزارت سرپرست مسئولینو او استادانو ته په خطاب کې وویل: هڅه وکړئ چې د پوهنې کیفیت لوړ کړئ، ترڅو په راتلونکي کې داسې با استعداده او وړ اشخاص ټولنې ته وړاندې کړئ، چې په نړۍ کې مثال ونه لري. د يادونې وړ ده، د پوهنې او نورو سيمه ييزو رياستونو مسئولينو، استادانو، علماءکرامو، د خلکو استازو او د يادې ولسوالۍ د زده کوونکو له خوا، د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي څخه تود هرکلى وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس د پکتیکا ولایت له ودانیزو پروژو څخه ارزونه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع‌الحق حماس په مشرۍ د یاد وزارت تخنیکي ټیم، د پکتیکا ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې د تعلیمي ودانیو جوړولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۳۴
Background image

په هلمند ولایت کې د مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د «اغېزمن تدریس او زده‌کړې» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی سیمینار د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا ریاست له لوري د هلمند ولایت د ۱۸ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۳۰
Background image

رسنیزبلنلیک

د پوهنې وزارت ساینس مرکز ریاست په پام کې لري، چې د یاد وزارت رهبري پلاوي، استادانو او لوړپوړو مېلمنو په حضور کې، د درې ورځو لپاره د کابل ښار، کابل ولایت او د ټول هېواد د ښوونځيو زده. . .

BACK TO NEWS