د پوهنې وزارت د سرپرست په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی بادغیس ولایت ته ولاړ

media-moe
Sun, Oct 13 2024 10:44 AM
ظیبلبال

د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا چې د هېواد د یو شمېر ولایتونو د پوهنیز وضعیت په کتنه بوخت دی، د یادو سفرونو په ترڅ کې بادغیس ولایت ته ورسېد. په پیل کې نوموړي د بادغیس له پوهنې رئیس الحاج مولوي محب الله احسان او مسئولینو سره په کتنه کې، دپلاوي د سفر موخې له هغوی سره شریکې کړې. ورپسې د یاد ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د رهبرۍ په حضور کې د خپلو اړوندو ادارو د دندو لنډ راپور وړاندې کولو ترڅنګ، یو لړ وړاندیزونه او ستونزې هم د پوهنې وزارت له سرپرست سره شریکې کړې. په ورته مهال د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ولایت د پوهنې مسئولینو سره په ملتیا قادس ولسوالۍ ته ولاړ او د حضرت ابوبکر صدیق (رضی الله عنه)، حضرت عمر فاروق (رضی الله عنه) له مدارسو، د حضرت سلمان بن فارسی «رضی الله عنه» له دارلعلوم او د حمعیت قادس لېسې څخه لیدنه وکړه. نوموړي په ​​هغه کتنه کې چې د يادو ښوونیزو بنسټونو له مسئولينو او استادانو سره يې درلوده، په خپلو خبرو کې هغوى ته ډاډ ورکړ چې: د مدارسو او ښوونځيو د ستونزو په هواري کې به له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي او د هېواد د پوهنیز نظام لاښه والي لپاره به تر خپل توان پورې هر ډول هڅې وکړي. د پوهنې وزارت سرپرست مسئولینو او استادانو ته په خطاب کې وویل: هڅه وکړئ چې د پوهنې کیفیت لوړ کړئ، ترڅو په راتلونکي کې داسې با استعداده او وړ اشخاص ټولنې ته وړاندې کړئ، چې په نړۍ کې مثال ونه لري. د يادونې وړ ده، د پوهنې او نورو سيمه ييزو رياستونو مسئولينو، استادانو، علماءکرامو، د خلکو استازو او د يادې ولسوالۍ د زده کوونکو له خوا، د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي څخه تود هرکلى وشو.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS