بدخشان ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نویو درسي خونو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت راغستان ولسوالۍ د دهګه منځني ښوونځي لپاره د ۶ بابه درسي خونو بنسټ ډبره، د یاد ولایت برقشود کلي د پوهنې مینه والو لخوا په ورکړل شوې ۹.۲۵ جرېبه ځمکه کې د پوهنې چارواکو په حضور سره کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد د دغه ولسي حرکت څخه مننه څرګنده او ویې ویل: "دا ډول اقدامات هیله بښونکي دي او انشاءالله، د پوهنې وزارت به د خپلو هلوځلو په ترڅ کې د دې پروژو ملاتړ وکړي او په نږدې راتلونکي کې به د دې ښوونځي د بشپړولو او تجهیزولو لپاره نورې مرستې هم وکړي."
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېوادوالو له مادې او معنوي ملاتړ، په ځانګړې توګه د بدخشان ولایت علم دوسته خلکو له همکاریو مننه او قدرداني کوي.