په هرات ولایت کې د یوې لېسې سره د ۱۰۰ پایې مېزونو او څوکیو مرسته وشوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۰
زظظطز

د هرات ولایت مرکز اړوند سلطان غیاث الدین غوري لېسې د شورا غړو لخوا له یاد ښوونځي سره د شاوخوا ۲۲۵ زره افغانیو په لګښت د ۱۰۰ پایو مېزونو- څوکیو او د اوبو یو ټانکر مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر وايي چې د دې مېزونو او څوکیو په ورکولو سره د زده‌کوونکو ځینې ستونزې حل شوې دي.
نوموړي د دغه ارزښتناکه اقدام له مرسته کوونکو څخه قدرداني وکړه او له نورو شخصیتونو، ملي سوداګرو او نورو خیریه بنسټونو څخه یې وغوښتل چې د پوهنیز پرمختګ او پراختیا په برخه کې له دغې ادارې سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت ودانۍ د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په رسمي ډول پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ پوهنې کارکوونکو او د ښوونځیو د تعلیمي پرسونل په مالي مرسته پیل شوې وې، اوس د مسئولینو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت مرکز اړوند «د شهدای آرزو» ښوونځي احاطوي دېوال جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې.
یاده پروژه شاوخوا په یو جریب ځمکه کې پلې کېږي او لګښت یې نږدې یو میلیون. . .

BACK TO NEWS