په کندز کې د ښوونځیو مدیرانو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه
د کندز ولایت ښاري پوهنې آمریت اړوندو ښوونځيو ۵۳ تنو مدیرانو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې درې ورځنۍ برنامه پیل شوه.
د دغه ولایت پوهنې رئیس مولوي حزبالله مبشر د دغې برنامې ترسره کول د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو په برخه کې مهم وبلل او ویې ویل، چې د یاد پروګرام موخه د مدیرانو د مسلکي وړتیاوو لوړول او د تدریسي چارو د کیفیت ښه کول دي.
