په پکتیکا کې د زده‌کوونکو ترمنځ د ساینس علمي سیالۍ ترسره شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۳۴
2

د پکتیکا ولایت په سروبي، اومنې او سرروضې ولسوالیو کې د ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د ساینس په برخه کې د المپیاد علمي سیالۍ ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې زده‌کوونکو خپلې علمي او ساینسې پروژې د سیالۍ لپاره نندارې ته وړاندې کړې.
په دغو سیالیو کې ګڼ شمېر زده‌کوونکو ګډون کړی و او خپلې بېلابېلې ساینسې پروژې یې د ارزونې پلاوو ته وړاندې کړې.
د پکتیکا پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد، د دغو سیالیو د اهمیت په اړه وویل، چې د ساینس المپیاد سیالۍ د زده‌کوونکو د علمي استعدادونو په وده، د فکري نوښتونو په پیاوړتیا او د راتلونکو علمي کادرونو په روزنه کې مهم رول لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS