د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت لپاره د اسلامي ا/مارت د عالي مقام فرمانونو اړوند سیمینار ترسره شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۱:۲۳
قف

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت کارکوونکو لپاره د ټولنې د ناخوښو او بې ځایه دودونو مخنیوي په اړه یو سیمینار ترسره شو، چې د افغانستان اسلامي ا/مارت د عالي مقام مشرتابه فرمانونه پکې روښانه او توضېح شول.
په یاد سیمینار کې د پوهنې وزارت د استعدادونو ارزونې رئیس مفتي عبدالولي «سداد» ګډون والو ته د ناخوښو او بې ځایه دودونو لکه؛ په ودونو، جشنونو، د ماتم مجلسونو، له حج او عمرې څخه راستنېدو پرمهال د زیاتو لګښتونو په اړه مفصل او جامع معلومات وړاندې کړل او د فرمان ټول مفردات یې په تفصیل سره تشرېح کړل.
نوموړی وويل: داسې نامناسب او ناخوښه کړنې د اسلامي ارزښتونو او زموږ د ملي کلتور سره په ټکر کې دي، نو څنګه موږ کولی شو دغه ډول راوجونه د اصلاح، عقل او اېمان پر مټ له ټولنې څخه لرې کړو؟ له دغه سیمینار څخه مو موخه یوازې د فرمانونو تشرېح کول نه دي؛ بلکې د داسې ټولنې جوړول دي چې پکې سنت او شریعت پر بشپړ ډول پلی شي.
د سیمینار ګډون والو د دغه ډول علمي غونډو له تنظیم څخه هرکلی وکړ، کوم چې د عامه ذهنونو روښانه کولو او د اسلامي شریعت سره سم د یوې پاکې ټولنې په جوړولو کې اغېزمن تمامېدای شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۲
Background image

گزارش هفتگی فعالیت‌های ریاست دعوت و ارشاد وزارت معارف

از شنبه تا پنج‌شنبه ۳ الی ۸ ماه ذوالحجه ۱۴۴۶هـ.ق  
( ۱۰ الی ۱۵ ماه جوزای ۱۴۰۴هـ.ش)

براساس هدایت محترم مولوی جمعه خان سروری رئیس دعوت و ارشاد، در هفته گذشته یک تیم نظارتی این ریاست از. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۰
Background image

بازسازی یک باب مکتب به ارزش ۶۰ هزار افغانی در ولایت پکتیکا

کار بازسازی و ترمیم تعمیر لیسه حسنی ولسوالی زرغون ولایت پکتیکا که چندی قبل به کمک مالی ۶۰ هزار افغانیگی فارغان سال های پیش  آن لیسه آغاز گردیده بود، اینک طی مجلسی با اشتراک مسئولین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۳
Background image

چند خبر فشرده از معارف ولایات

- هرات
۱۶۰ پایه میز و چوکی معیاری به ارزش ۴۳۰ هزار افغانی از سوی یکی از خیرین به اسم،  حاجی عبدالظاهر سروری به مکتب کلاته مزرعهٔ ولسوالی گذره ولایت هرات، اهداء گردید.

- لغمان
مجموعا. . .

بازگشت به اخبار