د پکتیا د پوهنې ریاست او د شپـږو ولسوالیو د پوهنې مسوولینو تر مینځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۱ - ۹:۱۹
جلسه هماهنگی بین ریاست معارف پکتیا و مسولین معارف شش ولسوالی برگزار شد

د پوهنې وزارت، پکتیا: د پکتیا ولایت د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي په مشرۍ یو پلاوي په څمکنیو ولسوالۍ کې د شپږو ولسوالیو (څمکني، پټان، آریوب ځاځي، لجه منګل، احمدخیل او جانیخیل) په کچه د ستونزو اورېدو او همغږۍ غونډه وکړه.

د غونډې په پیل کې د څمکنیو ولسوالۍ د پوهنې آمر محمدشریف دانش راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ترڅنګ د پوهنې ریاست د چارو او رهبرۍ ستاینه وکړه او د غونډې په جوړیدو یې خوښي څرګنده کړه ورپسې د پټان ولسوالۍ د پوهنې آمر نجیب الله فطرت دیادې ولسوالۍ ستونزي بیان کړي.

د آریوب ځاځیو ولسوالۍ د پوهنې امر ګل اغا باتوري وینا وکړه او وویل چې د پوهنې ریاست په هڅو او د ولس په کلک ملاتړ وتوانېدو چه ځينې ښوونکي په افتخاري ډول او ځینې بیا د ولس په معاش ورکړه په دندو و ګمارو او تدریسي بهیر په عادي ډول روان کړو.

ورپسې د جاني خیلو ولسوالۍ د څارنې آمر عبدالغفور د پوهنې ریاست له هغو چارو څخه مننه وکړه چه د جانخیلو په ولسوالۍ کې یې ترسره کړی دي لکه د ښوونځیو د ودانیو جوړیدل، کمپوټر لیبونو جوړیدل او داسې نور.

همدارنګه د لجه منګل ولسوالۍ په استازیتوب آمر بخترګل رحماني په لجه منګل کې د شویو پرمختګونو ته په اشارې سره ځینې وړاندیزونه درلودل لکه د کار لاندې پروژو ژر ترسره کېدل او ځینې نیمګړتیاوو پوره کول همدارنګه د احمدخیلو ولسوالۍ د پوهنې آمر سیف الله خالد وینا وکړه او د احمدخیلو په ولسوالۍ کې یې د متوازن پرمختګ غوښتنه وکړه او بیا د څمکنیو ولسوالۍ د مقام په استازیتوب د سکټور مدیر مدیرخان خبرې وکړې او په ولسوالۍ کې یې د پوهنې په برخه کې د چارو په ښه ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او د ولسوالۍ مقام له اړخه یې د هر قسم همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

په پای کې د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي د ګډونوالو ټولو غوښتنو ته ځوابونه وویل او هم یې ځینې سپارښتنې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

معین محترم تعلیم و تربیه وزارت معارف از لیسه عبدالهادی داوی در شهر کابل بازدید کرد

محترم شیخ عبدالمالک حقانی معین تعلیم و تربیه وزارت معارف و تیم همراه از لیسه عبدالهادی داوی مربوط ناحیه نهم شهر کابل بازدید و نظارت کرد.
در این بازدید، علاوه بر بررسی امور انکشاف مسلکی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

تهداب تعمیر جدید یک مدرسه در ولسوالی مقر ولایت غزنی گذاشته شد

سنگ تهداب تعمیر جدید مدرسهٔ دینی «نجم المدارس» طی مراسمی در ولسوالی مقر ولایت غزنی گذاشته شد. 
این تعمیر که به هزینهٔ نزدیک به یک میلیون افغانی، به حمایت مالی مردم و شورای تعلیمی منطقه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

برای یک مکتب در ولایت زابل تعمیر جدید ساخته می شود

سنگ تهداب تعمیر جدید مکتب ابتدائیه علی‌داد در ولسوالی خاک افغان ولایت زابل روی قطعه زمین وقف شدهٔ دو جریب از سوی مسوولان معارف آن ولایت گذاشته شد.
این تعمیر به حمایت مالی مردم محل و. . .

بازگشت به اخبار