پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د کابل ښار باغ بالا مینځني ښوونځي د ستونزو د حل ژمنه ورکړه
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کابل ښار باغ بالا مینځني ښوونځي څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ښوونځي د ستونزو پر حل ژمنه وکړه.
پوهنې وزیر د یاد ښوونځي د ټولګیو څخه په جلا ډول د لیدنې ترڅنګ د مدیر، ښوونکو او زده کوونکو سره يې خبرې اترې وکړې.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي پدې لیدنه کې د ودانې، میز او چوکې د نشتون ستونزې د هواري ژمنه ورکړه چې د باغ بالا مینځني ښوونځي زده کوونکو لپاره به د زده کړې یو معیاري او غوره چاپيریال رامینځ ته کولو لپاره به هڅه وکړي.
د یادونې وړ ده چې یاد ښوونځۍ په درې ۳ درسي وختونو کې ۱۵۰۰ هلکانو او نجونو زده کوونکو ته ښوونیز خدمت وړاندې کوي.
